روسي چارواکي وايي، د اوکراین زیات شمېر بې پیلوټه الوتکي او میزاییل یې له منځه وړي

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چي د هوایي مدافعې سیستمونو یې د اوکراین ۳۱ بې پیلوټه یا ډرون الوتکي او ۱۶ میزایل له‌ منځه وړي دي.
راپورونه وایي، دغو الوتکو او میزایلو د روسیې بیلګرود، کورسک، لیپیتسک او د مسکو له ‌خوا نیول سوې کریمیا ټاپووزمه سیمي په نښه کړي وې.
روسي چارواکو پرون هم ویلي وه چي په بیلګرود کي هغه مهال شپاړس تنه ووژل سول چي د یوې ودانۍ یوه برخه د اوکراین د یوه میزاییل د ټوټو د رالوېدو په نتیجه کي را ونړېده.
د چارواکو په وینا، دغه توغندی د روسیې د هوایي مدافعې سیستم ویشتلی وو.