د افغانستان له پاره د روسيې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، اعلان کړی چي هيواد ئې افغانستان ته د پوځیانو د لېږلو هېڅ اراده نه لري.
نوموړي دغه څرګندوني د سې شنبې په ورځ د مسکو د مشورتي فارمت اوومي ناستي وروسته وکړې، چي په کښي د روسیې، ط..البانو او د سیمي د یو شمېر نورو هیوادونو لوړپوړي استازي هم حاضر وو.
ضمیر کابلوف ټینګار کړی چي په افغانستان کي د هر بهرني هیواد پوځي اډې جوړول بشپړاً نه منل کېدونکي دي او دا موضوع د روسي چارواکو له پاره هېڅ د منلو وړ نه ده.
د کابلوف په وینا، دا دریځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له څرګندونو سره همغږی دئ.
هغه دا هم ویلي چي د مسکو ناسته دا ښيي چي د سیمي هيوادونه د ط..البانو له حکومت سره د اړیکو پراخولو ته ژمن دي.
کابلوف زیاته کړې چي روسیه د امریکا او ط..البانو ترمنځ د سفارتونو د بیا پرانیستلو د خبرو ملاتړ کوي.
د یادونې وړ ده چي د مسکو فارمت اوومه ناسته د افغانستان د امنیتي وضعیت، د سیمي د هیوادونو اندېښنو او له ط..البانو سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو پر موضوعاتو راټوله سوې.