روسیه له دغه هیواده سلګونه بهرني اتباع باسي

په مسکو کي د تیري اونۍ تر خونړي برید وروسته روسي چارواکو د سلګونو بهرنیو اتباعو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
روسي چارواکي دغه بهرنیان د کډوالۍ د قوانینو په سرغړونه تورنوي او وایي، ټول هغه بهرنیان به له دغه هیواده وایستل سي چي د کډوالۍ قوانین نه عملي کوي.
په روسیه کي یوازي د سن پیټرسبورګ محکمو په دې اونۍ کي د ۴۱۸ بهرنیو اتباعو د ایستلو پرېکړه کړې ده.
د روسیې په پلازمېنه کي تر خونړي برید وروسته پر بهرنیو کارګرو فشارونه زیات سوي او ګڼ شمېر کسان د زورزیاتي له بيري په خپله خوښه هم له روسيې څخه وزي چي په هغو کي ډيری تاجکستانیان دي.
د مسکو په وروستي برید کي چي مسولیت یې داعش ډلي پر غاړه واخیستی ۱۴۴ تنه ووژل سول.