روسیه وایي، دا له وخت وړاندي ده چي د اسلامي امارت د رسمیت پیژندلو په اړه خبري وسي

د روسیې د فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د دغه هیواد له خوا د اسلامي امارت د رسمیت پیژندلو مسله د تروریستي ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د غورځنګ د نوم د ایستلو پوري تړلې او ویلي یې دي چي اوس مهال په دې اړه خبري له وخت څخه وړاندي دي.

د روسیې د تاس خبري اژانس په یو راپور کي د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال اندري روډینکو له قوله ویلي چي د تروریستي ډلو د نوملړ څخه د طالبانو د نوم ایسته کولو د بهیر بشپړیدل به د دغه هیواد او طالبانو ترمنځ په بیلابیلو برخو کي په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو کي د تعامل د زیاتیدو سره مرسته وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چي روسیه د طالبانو سره د دوه اړخیزو مسایلو په تړاو د تعامل په برخه کي عملي ګامونه اخلي.

د طالبانو نوم د افغانستان د ځینو ګاونډیو هیوادونو په ګډون د یو شمیر هیوادونو د تروریستي ډلو په نوملړ کي شامل دی، چي له امله یې دا هیوادونه په قانوني ډول د اسلامي امارت سره رسمي تعامل او راکړه ورکړه نه سي کولای.