روسیه وایي، د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم پر ایستلو غور کوي

د روسیې دولتي رسنیو د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت په حواله راپور ورکړی چي روسیه د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم پر ایستلو غور کوي.
د راپورونو له مخي دا موضوع د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، عدلیي او نورو تخصصي بنسټونو له ‌خوا څېړل کیږي او وروستۍ پرېکړه به د دغه هیواد لوړ پوړی سیاسي مشرتابه کوي.
بل ‌خوا د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد ځينو رسنیو ته ویلي، چي د طالبانو ۲۴ چارواکي لا هم د ملګرو ملتونو، امريکا او اروپايي ټولني په تور لیست کي دي.
د هغه په خبره، په څه باندي دوه نیمو کلونو کي چي طالبان په افغانستان کي واک ته رسېدلي، نه یوازي دا چي د دوی د مشرانو نومونه له تور لیست څخه نه ‌دي ایستل سوي، بلکي د څو نورو چارواکو نومونه يې هم په دغه نوملړ کي شامل سوي دي.
سیاسي کارپوهان وايي، روسیه یو له هغو هیوادونو څخه ده چي هڅه کوي له طالبانو سره د ښو اړیکو په لرلو سره د اسلامي دولت ډلي یا داعش خراسان څانګي پر وړاندي مبارزه وکړي.