روسیې نن سهار وختي د اوکراین پر پلازمېنه کییف توغندیز برید کړی دی

رویټرز خبري اژانس د اوکراین د پوځي چارواکو په حواله ویلي چي د دوی د هوایي مدافع سیستم دغه توغندیز برید شنډ کړی دی.

په کییف کي سهار مهال د څو زورورو چاودنو ږغونه اورېدل سوي، خو رویټرز لیکلي، دا غږونه د هوایي مدافع د سیستم غږونو ته ورته وو.

سملاسي په دغو بریدونو کي د سر او مال د احتمالي زیان راپور نه دی ورکړل سوی.

روسیه پر کییف دغه بریدونه داسي مهال کوي چي له نژدې یوې میاشتي راهیسي د روسیې په کورسک سیمه کي اوکرایني ځواکونو جګړه پيل کړې او ډېره سیمه یې لاندي کړې ده.

تېره اوونۍ د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وویل، د جګړې د پای ته رسېدو طرحه یې جوړه کړې او همدې سپټمبر میاشت کې به یې له امریکایي او نورو لوېدیځو چارواکو سره شریکه کړي.