د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي اعلان کړی چي روسیې په یوه پراخه حمله کي د دې هیواد د انرژۍ د تاسیساتو پر لور ۱۲۰ توغندي او ۹۰ بېپيلوټه الوتکي توغولي دي.
زیلینسکي څرګنده کړه چي روسیې پهدې بریدونو کي له ډولډول بېپيلوټه الوتکو، کروز توغندیو، بالسټیک توغندیو او ایرو بالسټیک توغندیو څخه کار اخیستی دی.
هغه دا څرګندوني په ټلېګرام کي خپرې کړي او زیاته کړې يې ده، چي د اوکراین دفاعي ځواکونه توانېدلي چي د ۱۴۰ هوايي بریدونو مخه ونیسي.
زیلینسکي د میکولایف په ښار کي د یوې بېپيلوټه الوتکي د حملې په اړه وویل، پهدې برید کي دوه تنه وژل سوي او شپږ تنه ټپیان سوي، چي په هغوی کي دوه کوچنیان هم شامل دي.