روسی جنرال موسکالیک په مسکو کي د یوې چاودني پر مهال وژل سوی

د روسیې د تحقیقاتو کمېټي خبر ورکړی، چي د روسیې د وسلوال ځواک د عملیاتي ریاست مرستیال ډګرجنرال یاروسلا موسکالیک په مسکو دیوې چاودنې پرمهال وژل سوی دئ.
د روسیې د تحقیقاتو کمېټې ویلي دي، چي دغه جنرال د جمعې په ورځ د مسکو په نیستروف پر سړک روان وو، چي ریموټ کنټرول بم ورباندي چاودنه کړې او وژل سوی دئ.
د روسیې د تحقیقاتو اداره وايي، چي د یادې پېښي اړوند تحقیق ئې پېل کړی دئ.
د یادوني وړ ده، چي د موسکالیک د وژلو مسؤلیت تراوسه چا نه دئ منلی.