روشن کرکټ لوبډلي علیزي کرکټ لوبډلي ته ماته ورکړه

روشن کرکټ لوبډلي د کندهار انټرکلب ۵۰ اوریزه سیالیو په ۱۷مه لوبه کي نن علیزي کرکټ لوبډلي ته په ۸۱ منډو ماته ورکړه.

په نننۍ لوبه کي روشن لوبډلي د ذبیح الله ۳۶ او روح الله ۲۸ منډو په مټ علیزي لوبډلي ته ۱۸۱ منډي هدف ورکړ او د علیزي لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي عتیق الله درې او مزمل، محمد او عین الله دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

روشن لوبډلي د صدیق الله پنځو وکټو په اخستلو سره علیزی لوبډله په ۲۸ اوره کي د ۱۰۰ منډو په جوړولو وسوځوله او د علیزي له پاره په توپوهنه کي ثناء الله ۴۱ منډي جوړي کړې.

په دې لیګ کي سبا (دوشنبه) سهار عابد او اتحاد کرکټ لوبډلي لوبه کوي.