روغتیايي مسوولین: په روغتیايي برخه کي فارغ سویو کسانو ته د کار زمینه برابروو

په کندهار کي روغتیايي مسوولین وایي، له خصوصي انسټیټوټونو څخه د روغتیا په برخه کې فارغ سویو کسانو ته د کار زمینه برابروي.
مسوولینو دغه خبري د ډاکټر مامون طاهري په نوم د یوه خصوصي انسټيټوټ په فراغت غونډه کي وکړې او ټینګار یې وکړ چې فارغ سوي ځوانان باید خپلو زده کړو ته نور هم دوام ورکړي.
د دغه انسټيټوټ مسوولین بیا وایي، هڅه کوي چي په ولسوالیو کي هم هغه ځوانانو ته چي ښار ته نه سي راتلای د نیمه لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
د دوی په وینا، دا یې د انسټیټوټ ۱۷ دوره ده او په دې دوره کي ۴۱۰ تنه محصلین له درې کلونو زده کړو وروسته د نرسنګ له څانګي څخه فارغ سوي.
فارغ سوي ځوانان هم وایي، باید د کار زمینه ورته برابره سي تر څو په روغتیايي برخه کي د خدمت تر څنګ د خپلو کورنیو اړتیاوي هم پوره کړي.