رويترز: ټرمپ په متحده عربي اماراتو کي د بند پاته افغانانو را ايستلو لپاره اقدام کوي

د رويټرز د راپور د مخي د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي دي، چي هغه افغانانو لپاره لاس په کار کیږي چي د ۲۰۲۱ کال کي د امريکا متحده ایالاتو له وتلو وروسته متحده عربي اماراتو ته لېږدول سوي او هلته بند پاته دي.
هغه وايي:« د اوس څخه د هغو افغانانو د را ایستلو له پاره هڅه کوم، چي د امريکا تر وتلو وروسته، اماراتو ته انتقال سوي دي.»