رويټرز: ط..البانو د سوداګرۍ په برخه کي د‌ پاکستان پرځای ايران ته مخه کړې

رويټرز په خپل راپور کي ويلي، چي وروسته له هغه چي په وروستیو اونیو کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لانجې او تاوتریخوالی زیات سو او سرحدي لاري وتړل سوې، ط..البان هڅه کوي چي له پاکستان څخه خپله اقتصادي اړتيا کمه کړي. اوس ط..البانو خپل زیات سوداګریز مالونه د ایران او منځنۍ آسیا له لارو صادروي او واردوي.
د کلونو راهیسي پاکستان د افغانستان له‌ پاره مهم بندرونه درلودل او له همدې لاري ئې ط..البانو ته د فشار وسیله پیدا کړې وه، په ځانګړي ډول د هغو پاکستاني جنګیالیو په اړه چي افغانستان ته تښتېدلي دي.
د رويټرز په حواله چي اوس ط..البان هڅه کوي چي د هند په مرسته د ایران چابهار بندر ته مخه کړي، تر څو خپل سوداګریز توکي د پاکستان له لارې نه، بلکي د ایران له لاري انتقال کړي او د سرحدي بندېدو ستونزو ته د پای ټکی کښېږدي.