ريچارد بېنيټ : د ملګروملتو د بشري حقونو راتلونکي غونډي ته سترګي په لاره دی

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارد بېنيټ وایي، د ملګروملتو د بشري حقونو راتلونکي غونډي ته سترګي په لاره دی.

ټاکل سوې ده چي دا غونډه د دوشنبې په ورځ جوړه سي او په ‌کښي د افغانستان د بشري حقونو اوسنی وضعیت و ارزول سي.

ریچارډ بېنيټ د ملګروملتونو د راتلونکي غونډي په اړه په خپله اېکس‌ پاڼه کي پرون ناوخته ولیکل.

نوموړي زیاته کړه چي د ترکیې او قطر له سفرونو راګرځېدلی دی او په انقره او دوحه کي یې له یوشمېر افغان ښځو او نارینه ‌و سره د پخوانیو ډیپلوماتانو او د پوهنتونونو د استادانو په شمول د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبري کړي دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر د افغانستان اوسنی بشري وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې ادارې د سپتمبر په درېیمه د افغانستان پر بشري وضعیت یو راپور ورکړی و او تمه ده چي د دوشنبې د ورځي غونډي ته دا راپور وړاندي سي.