ريچارډ بنت: ط..البان قضايي سيستم د افغان مېرمنو د ځپلو په موخه کاروي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارډ بنت وايي چي ط..البانو د افغانستان قضایي نظام په خپل کنټرول کي اخیستی او دا ئې د ښځو او نجونو د ځپلو په یوه وسیله بدل کړی دئ. بنټ وایي، ط..البانو د ښځو د حقونو ټول قوانین لغوه کړي، ښځینه قاضیاني ئې له دندو ګوښه کړي او د هغوی پر ځای ئې داسي نارینه ټاکلي چي نه حقوقي زده کړه لري، نه قانون ته ژمن دي؛ بلکي یوازي د ط..البانو د مشرانو فرمانونو پلي کوي.
هغه وايي، اوس هېڅ ښځینه قاضي، څارنواله یا وکیله په افغانستان کي نسته او ښځي د خپلو حقوقي ستونزو د حل له پاره له ډېرو خنډونو سره مخ دي.
د بنټ په وینا، ط..البان د ښځو او ماشومانو د ملاتړ ادارې له منځه وړي او د ښځو پر حقونو ئې پراخ محدودیتونه لګولي دي.
هغه له نړۍوالي ټولني وغوښتل چي د ښځو د حقونو د سرغړونو دوسیې نړۍوالو محکمو ته وسپاري او د افغان مېرمنو ملاتړ ته دي دوام ورکړي.