ریيس الوزراء: مسوول چارواکي باید د نرخونو د لوړېدو مخنيوی په جدي ډول وکړي

د افغانستان اسلامي امارت ریيس الوزراء ملا محمد حسن اخند د روژې مبارکي میاشتي د رارسېدو په مناسبت په خپاره کړي پیغام کي اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چي د نرخونو د لوړېدو د مخنیوي په موخه جدي څارنه او اړین اقدامات ترسره کړي.
هغه زیاته کړې، ډېر ځله داسي پیښیږي چي د روژې مبارکي میاشتي په رارسېدو سره د یو شمېر فرصت طلبه خلکو له خوا په بازارونو کي د خوراکي او اړتیا توکو نرخونه ناڅاپي لوړیږي.
د ریيس الوزراء په پيغام کي لیکل سوي، څرنګه چي رمضان المبارک د لورییني او ترحم میاشت ده، نو سوداګر او پلورونکي باید نرخونه د امکان تر حده را ټیټ کړي، ترڅو د بې وسه هیوادوالو مرسته وسي.
هغه دغه راز له سوداګرو او نورو هیوادوالو څخه غوښتنه کړې، چي د خپلو بېوزله هیوادوالو لاسنیوی وکړي او خپلي مرستي ورڅخه ونه سپموي.
خلک وایي، تر اوسه لا د توکو په بیو کي لوړوالی نه دی راغلی او له دې وروسته هم باید سوداګر او نور دوکانداران له انصاف څخه کار واخلي.
د دوی په وینا، په هيواد کي بې روزګاري زیاته او ډېری خلک بې روزګاره دي نو باید هر کس تر خپله وسه له بې روزګاره، کونډیو، یتیمانو او نورو بې وزله کسانو سره مرستي وکړي.