د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بېنټ، ويلي چي د افغانستان رسنۍ او خبریالان له دوامداره ملاتړ پرته نه سي کولای خپل فعالیتونه پرمخ یوسي.
نوموړي د بیان د ازادۍ دريم نړۍوال کنفرانس ته چي په برلین کي جوړ سوی و، ويلي چي د مالي سرچینو کمښت ډېري افغان رسنۍ له جدي ګواښونو سره مخ کړي دي.
بېنټ زیاته کړه، رسنۍ او خبریالان نه یوازي دا چي د افغانستان د ورځنیو پېښو انعکاس کوي، بلکي د بشري حقونو د سرغړونو مستندول هم د دوی له مهمو دندو ګڼل کېږي.
هغه دخپلو خبرو پرمهال د نړۍوالو غوښتي چي د افغان خبريالانو او د رسنيو ملاتړ ته دي دوام ورکړي.