د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارډ بنټ د چهارشنبې په ورځ ويلي دي، چي د پاکستان څخه د افغان کډوالو ډلهييز ايستل د اندېښنې وړ دي او دا چاره د بېثباتۍ خطر زیاتوي.
د هغه په خبره چي د ګاونډيو هيوادنو څخه د افغان کډوالو زيات اخراج بېړنيو مرستو ته اړتيا زياتوي، ترڅو نړۍوالي ټولني د افغان کډوالو لاس نیوی وکړي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري هم د پاکستان له خوا د موقتي اقامت کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه په اړه اندېښنه ښودلې او هغه ئې غندلې ده.
پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چي د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پوري به هغه افغان کډوال چي موقتي د اقامت کارتونه لري، د خپل هیواده څخه باسي. د پاکستان د حکومت دغه دا پرېکړي شاوخوا یو میلیون افغان کډوال د ایستلود خطر سره مخ کړي.
بايد وويل سي، چي د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي، یوازي سږ کال ۲.۱ میلیونه افغان مهاجر له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ایستل سوي دي.