ریچارډ بېنېټ د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې د طالبانو د ځواب ورکولو لپاره اقدام وکړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۷ مه غونډه کي د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل، چي طالبان د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په تر پښو لاندي کولو سره د ۱۹۹۰ لسیزي ناوړه شرایطو ته ستانه سوي دي
ریچارډ بینیټ د دغې شورا له غړو او د سیمي له هېوادونو وغوښتل، چي د طالبانو د ځواب ورکولو لپاره اقدام وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا خپله ۵۷مه غونډه د سویس په جنیوا کې د افغانستان په ګډون د یو شمېر هيوادونو د بشري حقونو د وضعیت د ارزوني په موخه جوړه کړه.
د دغه سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه راپور د وړاندي کولو پر مهال وویل، چې د طالبانو د ژبه او کړني یو شان سوي دي او طالبان هېڅ ډول متضاد فکر او چلند نه زغمي.
ښاغلي بینیټ ټینګار وکړ، چې په افغانستان کي د بشري حقونو وضعیت د ټولو اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، قومي، ژبني او مذهبي اقلیتونو لپاره خورا محدود دي.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر د طالبانو په اړه د نوي قانون جوړیدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د طالبانوکړني به په ټولنه او راتلونکي نسلونو اغیز وکړي.
هغه وویل: «په افغانستان کې قومي، مذهبي او ژبني اقلیتونه د تاوتریخوالي له یوې نوي څپې سره مخامخ دي. دوی نشي کولی له خپل هویت څخه ګټه واخلي یا خپل هویت څرګند کړي.»