زابل: هغه کس نيول سوی چي غوښتل يي ايران ته بازان قاچاق کړي

د زابل د چاپيريال ساتني ادارې له لوري هغه درې باله بازان خوشي سول، چي د امنيتي ځواکونو له لوري نيول سوي وه.

د زابل مرستیال والي محب الله حماس وايي، دغه بازان يې د عتيق الله په نوم د يوکس سره په شاه جوۍ ولسوالۍ کي نيولي، چی غوښتل يې په غيري قانوني توګه لومړی نيمروز او بیا ايران ته قاچاق کړي.

د زابل مسولين وايي نن يې دغه بازان د يوه پلاوي په حضور کي د دې ولایت په یوه غرنۍ سیمه کي آزاد کړل.