زلمي خلیلزاد د پښتون ژغورني غورځنګ له لوري د لویي جرګې جوړېدل یو هیله بخښونکی ګام بللی

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیلزاد، د پښتون ژغورني غورځنګ له لوري د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په خاطر د لویي جرګې جوړېدل یو هیله بخښونکی ګام بللی.
زلمي خلیلزاد پر ایکس لیکلي چي له څو کلونو وروسته، د پښتون ژغورني غورځنګ ښه ورځي ولیدې او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان د حکومت په مخالفت کي د جرګې جوړول د پام وړ ګام وو.
هغه زیاته کړه، که څه هم د ارزوني لپاره لا وختي دی، خو هغو بریاوو ته په کتو چي دوی ترلاسه کړي، د پي ټي ایم مشرتابه هڅي د هیلو وړ دي.
خلیلزاد خبرداری ورکړ چي د پاکستان د حکومت، په ځانګړي توګه د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم غبرګون به د جرګې په اړه منفي وي.
خلیلزاد وویل، د پاکستاني چارواکو له احتمالي غلیمانه اقداماتو سره سره خپلو اهدافو ته په رسیدو کي د جرګې د تنظیموونکو وړتیاوي د اهمیت وړ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *