زلمی خلیلزاد وايي، د ایران له لوري د افغانانو ډله ییزه وژنه به بدي پایلي ولري

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د افغان مهاجرینو د وژلو راپورونه رښتیا سي؛ دا به ناوړي پایلي ولري.

د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د افغان مهاجرو د وژلو په اړه له غبرګونونو زلمي خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه دا خبره کړې ده.

په ورته وخت کي په افغانستان کي د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم د سراوان پولي ته څېرمه د ایراني سرحدي ځواکونو له لوري د افغان کډوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونو ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې او په دې برخه کي یې د شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده.

یو شمېر افغان مدني فعالانو هم د دې پېښي د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د دې بنسټ په راپور کي د دوو عیني شاهدانو په وینا راغلي چي له پېښي څخه د ۶۰ او ۷۰ کسانو ترمنځ ژوندي وتلي، نور یا مړه سوي یا ټپيان سوي دي.

بل لورته د پښتون ژغورني د غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې ایران د د فلسطین او لبنان د مسلمانانو د دفاع لپاره ږغ پورته کوي خو د افغانستان مسلمانان وژني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *