زيلينسکي: اوکراين نه غواړي د روسيې خاوره اشغال کړي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وايي، اوکراین نه‌غواړي د روسیې خاوره اشغال کړي، سره له‌دې چي اوکرایني ځواکونه د روسیې په سرحدي سیمه کورسک کي حضور لري او سلګونه کیلومتره خاوره یې په ولکه کي ده.
اوکرایني چارواکي وایي چي، د دې اقدام هدف د روسیې د خاوري اشغال نه، بلکي د یوې حایل سیمي رامنځته کول دي.
ولسمشر زیلینسکي پرون وویل چي اوکرایني ځواکونو په کورسک سیمه کي ۹۲ کلي نیولي او څه باندي ۱۲۵۰ کیلومتر مربع ساحه یې په ولکه کي ده.
زیلینسکي زیاته کړه چي، اوکرایني ځواکونه په کورسک کي د عملیاتو پلان ته دوام ورکوي.
مسکو هم تایید کړې چي اوکراین په کورسک کي د سیم سیند پر سر درېیم مهم پُل ویجاړ کړی دی.