زیلینسکي : اوکرایني ځواکونو د روسي پوځیانو هغه هڅي شنډي کړي چي له کورسک سیمي یې د دوی د ایستلو لپاره کوي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وايي، اوکرایني ځواکونو د روسي پوځیانو هغه هڅي شنډي کړي چي له کورسک سیمي یې د دوی د ایستلو لپاره کوي.
دا په داسي حال کي ده چي پرون د ۲۴ ساعتونو پر مهال د روسیې په راکټي حملو کي د لږ تر لږه ۵ ملکي اوکراینیانو د وژل کېدو خبر ورکړل سو.
د اوکراین پوځیان په اګست میاشت کي د روسیې پر کورسک سیمي د ناڅاپي حملې له پیل سره ځیني چټکي او ټکان ورکوونکي لاسته راوړني لري، خو روسیې تېره جمعه د دوو کلیو په ګډون د ځینو سیمو د بېرته نیولو اعلان وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *