زیلینسکي وايي، اوکرایني ځواکونه د روسیې په کورسک سیمه کي په پرله‌پسې توګه پرمختګ کوي

د اوکراین ولسمشرولادیمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ ویلي، چي د کییف ځواکونو د روسیې په کورسک سیمه کي پرمختګ ته دوام ورکړی او دوی د ورځي له پیل راهیسي په بېلابېلو لورو کي له یو څخه تر دوه کیلومتره وړاندي تللي دي.
په یوه ویډیو کي چي د هغه په ټیلیګرام اکونټ کي خپره سوې، زیلینسکي د خپل لوړ پوړي قوماندان اولیکساندر سیرسکي سره خبري کوي.
نوموړي په دې ویډیو کي ویلي چې اوکرایني ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د پولي څخه د تېري پر مهال ۱۰۰ روسي جنګي بندیان نیولي دي.