زیلینسکي وایي راتلونکې اوونۍ په عربستان کي له امریکا سره خبرو ته ژمن دی

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وايي، چي هغه راتلونکې اونۍ په سعودي عربستان کي د امریکا له استازو سره رغنده خبرو اترو ته پوره ژمنتیا لري.
د رویټرز په وینا، زیلینسکي د شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي اوکراین د دې جګړې له لومړۍ شېبې راهیسي د سولي په لټه کي دی.
هغه زیاته کړې، ریښتیني وړاندیزونه په میز کي دي او هغه هیله لري چي پر اړینو پریکړو او اقداماتو به موافقه وسي.
زیلینسکي ویلي، چي هغه به راتلونکې اونۍ سعودي عربستان ته سفر وکړي او د دوشنبې په ورځ به له ولیعهد سره وویني.
د اوکراین ډیپلوماتیک او پوځي استازي به د سې شنبې په ورځ د امریکا له ټیم سره وګوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *