زېلېنسکي وايي، له اوکرایین پرته د ټرمپ او پوټين د سولي خبري نه مني

د اوکرایین ولسمشر ویلدومیر زېلېنسکي وايي، چي د کیف په نشتون کي به د ډونلډ ټرمپ او پوتین تر منځ د سولي تړون ونه مني.
له هغه وروسته چي ټرمپ له خپل روسي سیال سره د اوکراین د سولي په اړه له ‘اوږدو او ګټورو’ خبرو خبر ورکړ د اوکراین ولسمشر ویلدومیر زېلېنسکي ویلي، دوی به د اوکراین له ښکیلتیا پرته هیڅ هوکړه ونه مني.
هغه همدا راز زیاته کړې چي هر څه باید د پوتین له پلان سره سم مخک ته ولاړ نه سي او د اوکراین په اړه باید خبري د اوکراین له حضور پرته ترسره نه سي.
پر همدې مهال روسیې اعلان کړی چي د سولي په هر ډول خبرو کي به له شک پرته اوکرایین حضور ولري.
د اوکرایین جګړې د ښکېلو خواوو له مشرانو سره دا خبري په داسي حال کي سوي چي ټرمپ او د هغه دفاع وزیر دواړو ویلي، امکان نه لري چي اوکرایین دي له ناټو سره یو ځای سي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کي خبریالانو ته دا هم ویلي، چي امکان نه لري اوکرایین به خپلو له ۲۰۱۴ کال څخه مخکي پولو ته ستون سي.