سارا ادمز وایي، عافیه صدیقي غوښتل پر افغانانو کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې وازمويي

د سي آی اې پخوانۍ ماموره سارا ادمز وایي، عافیه صدیقي یوه لیونۍ وه، غوښتل یې کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې پر افغانانو وازمويي.
هغې پر ایکس لیکلي چي عافیه صدیقي افغانان له ځانه کم ګڼل نو ځکه دا به لا هم په بند کي وي.
ډاکتره عافیه صدیقي د ۲۰۰۸ کال په جولای کي نیول سوې وه، وروسته په ۲۰۱۰ کال کي په غزني کي عافیه صدیقي پر امریکايي او افغان پوځیانو د ټکانو په هڅي کولو تورنه سوه او امریکايي محکمې په ۸۶ کاله بند محکومه کړه.
امریکايي څارنوالانو هغه وخت ویلي وه له نوموړي سره د بمونو چمتو کولو فارمولې او په نیویارک کي د یو شمېر مهمو ودانیو نقشې نیول سوي، چي ښيي دا یوه خطرناکه ترهګره ده.