سارا اډمز: د القاعد.ې شبکې اصلي امن ځای افغانستان دئ

د امریکا د استخباراتو پخوانۍ ماموري سارا اډمز په خپلو وروستيو څرګندونو کي ويلي، چي په نړۍواله کچه د القاعد.ې شبکې تر ټولو امن پټن ځای اوس مهال افغانستان دئ.
د هغې په وينا چي د القاعد.ې شبکې غړي اوس په داسي پروپاګند لاس پوري کړی، چي د نړۍوالو مخ د افغانستان څخه واړوي او نړۍ ته دا روښانه کي چي د القاعد.ې شبکې مشران په افغانستان کي نه بلکي په ايران کي دي؛ تر څو د دوی مشران په افغانستان کي خوندي پاته سي.
هغې ويلي نړۍوال دي په افغانستان کي د دغو ترهګرو ډلو مخه ونيسي او که چيري ئې مخنيوی و نه سي نو په راتلونکي کي به دغه ترهګر د نړۍ له پاره يو ستر ګواښ وي.
دا څرګندوني په داسي حال کي سوي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په افغانستان کي وسله وال ترهګر زيات سوي او نړۍوالو هم په بار بار ويلي، چي افغانستان کي د ترهګرو ډلو شتون ورځ تر بلي زياتېږي؛ خو ط..البان ئې نه مني.