سايمون هيريس: د ط..البانو تېر څلور کاله د افغان مېرمنو د پاره سخت او د کړاونو څخه ډک و

د ايرلنډ د لومړي وزير مرستيال سايمون هيريس وايي په افغانستان کي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم افغان مېرمنو او نجونو د سختو کړاونو سره مخ سوي دي.
د هغه په خبره چي افغان مېرمنو د زده کړو، کار، ټولنيز ژوند او دې ته ورته نور حقونه ورڅخه اخيستل سوي دي او بند‌ دروازو تر شا په خورا ستونزمن حالت کي ژوند کوي.
هغه وايي د ط..البانو له خوا صحرايي محکمې، د ښځو په دورو وهل، شکنجې او د ولسي خلګو نيول هغه څه دي چي د افغانانو ژوند ئې تريخ کړی دئ.
نوموړي د ط..البانو غوښتي که نړۍوال مشروعیت غواړي نو په خپل دريځ کي دي نرموالی راولي او د خلګو حقونو ته دي درناوی وکړي.