سبا د اسد ۲۶مه نېټه د شپږیزي کرکټ لیګ په لړ کي دوې لوبي ترسره کیږي

د شپږيزي کرکټ لیګ په شپږم پړاو کي به د جمعې په ورځ د امو لوبډله د بُست لوبډلي پر وړاندي لوبه وکړي، دا لوبه به د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کي د جمعې په سهار ۹ بجې پیل سي.
په دویمه لوبه کي به د بند امیر او میس عینک لوبډلي سره مخامخ سي.
دا لوبه به د کابل پر وخت د جمعې په ماسپښین ۲ بجې د کابل په نړیوال لوبغالي کي پیل سي.
د شپږيزي کرکټ لیګ د اګست په ۱۲مه د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کي پیل سو او د اګست پر ۲۵مه به پای ته ورسېږي.