سبا يکشنبه د فبروري پر ۱۱ نيټه اسټراليا د ويسټنډيز سره د شل اوريز سيريز دوهمه لوبه ترسره کوي

ياد سیريز د فبروري پر ۹ نيټه پيل سوی وو چي لومړی لوبه کي اسټراليا په ټاکلي شل اورو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۲۱۳ منډي جوړي کړي او ويسټنډيز ته يي د ۲۱۴ منډو هدف وټاکه ، د ويسټنډيز ټيم د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ټوټل ۲۰۲ منډي جوړي کړي او لوبه يي د ۱۱ منډو په توپير اسټراليا ته وبايلل