سبا په ټول هیواد کي د پولیو واکسین ملي کمپاین پيلیږي

د عامې روغتیا وزارت سبا په ټول هیواد کي د نړیوالو ادارو په ملاتړ د ۲۰۲۴ ز کال لپاره د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پيلوي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د دغه کمپاین په ترڅ کي به شاوخوا ۱۰.۷۲ میلیونه له پنځو کلونو د کم عمر لرونکي کوچنیان واکسین سي.
د خبرپاڼي له مخي دا کمپاین به د اپرېل میاشتي له ۲۹ څخه د می میاشتي تر ۲مې نېټې پوري دوام وکړي خو د وروستیو اورښتونو او یخي هوا له امله به دغه کمپاین په غور دایكندي او بامیان ولایتونو کي د یوڅه مودې لپاره وځنډیږي.
مسوولین وایي، د دې کمپاین په ترڅ کي به له ۶ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو کوچنیانو ته ويټامین (اې) هم ورکړل سي چي دا د هغوی د سترګو، پوستکي او معافیت سیستم په روغ ساتلو کي مرسته کوي.
افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کي یوازیني دوه هغه هیوادونه دي چي د پولیو ناروغي پکښي له منځه نه ده تللې.