ستانکزی وايي، د نجونو پر زده کړو بندیز هیڅ شرعي توجیه نه لري

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزی وايي، چي د نجونو د زده کړو د مخنیوي لپاره هیڅ توجیه نسته.
ده د ا.ا له مشر څخه وغوښتل چي د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو بنديزونه لېري کړي ځکه چي دې کار ته هیڅ پلمه نسته.
عباس ستانکزي دا څرګندوني پرون د خوست ولايت په یوه دیني مدرسه کي په وينا کي کړي دي.
ده د غونډي ګډونوالو ته وويل، د ښځو او نجونو د زده کړو د منع کولو لپاره هیڅ دليل او شرعي توجیه نسته، او په ضمني ډول یې دا بندیز د ا.ا د مشر ملاهبت الله اخوندزاده شخصي نظر وباله.
طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کي له واک ته رسیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجوني له زده کړو په تدریج منع کړې او په پیل کي یې وویل، چي دا بندیز به موقتي وي خو اوس په دې اړه چي د نجونو ښوونځي به تر کله بند وي یا ولي بند دي، څه نه وايي.