د ستري محکمې د جزايي دیوان مشر په پنجشېر ولایت کي په یوه ناسته کي ویلي، د محاکمو لهخوا د قصاص ۳۰ حکمونه صادر سوي او دوی په تمه دي چي د مشرتابه لهخوا توشیح سي.
هغه وړاندي ویلي، په تېرو درېیو کلونو کي د قصاص پنځه حکمونه پلي سوي دي.
د حکومت لهخوا د قصاص د حکمونو ترسره کولو نړیوال غبرګونونه راپارولي وو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرېش، امریکا او یو شمېر نورو هیوادونو په ځلونو د دې حکم د پلي کېدو په اړه اندېښنې ښودلي دي.
خو چارواکو تل په افغانستان کي د شریعت او د قصاص د حکم پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.