ستره محکمه وايي، په تيرو درېیو ورځو کي یې د دوو ښځو په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان د بېلابيلو تورونو په وجه په عام محضر کي په دُرو وهلي دي

دغي ادارې ویلي، چي دغو تورنو کسانو باندي د کابل، میدان وردګ او کندهار ولایت کي د سزا حکم تطبیق او تورن کسان په عام محضر کي په دُرو وهل سوي دي.

د محکمې د معلوماتو پر بنسټ، د پنجشنبې په ورځ یوه ښځه ۳۹ دُرې ووهل سوه چې له کوره په تېښته تورنه وه.

د ستري محکمې په خبرپاڼه کي دا هم ویل سوي چي د کابل په استالف ولسوالۍ کي یوه ښځه او یو سړی د “نامشروع اړیکو” په تور محاکمه سوي او هر یو یې له ۳۲ تر ۳۹ دورو په سزا محکوم سوي دي.

د مسوولینو په وینا، د تيري اوونۍ په اوږدو کي د میدان وردګ په دایمیرداد ولسوالۍ کي دوه نور کسان د غلا په تور په عام محضر کي ۳۹ دُرې وهل سوي دي.