دې محکمې په خپله وېبپاڼه کي لیکلي چي، د دې ولایت د غنيخېلو او د سرخرود ولسوالیو د ابتدایه محکمو د پرېکړو لهمخي د یوې ښځي په ګډون پر یوولسو مجرمینو چي د زنا، لواطت او نامشروع اړیکو په تور مجرم پېژندل سوي وه، روانه اوونۍ د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو کي تعزیري سزاګاني عملي سوې.
د بیان لهمخي اووه مجرمین له ۳۰ څخه تر ۳۹ دُرو او دغهراز مجرمه ښځه په ۲۹ او نور درې مجرمین په ۳۹ دُرو وهل سوي دي.
په ننګرهار کي پر مجرمینو دغه “تعزیري سزاګاني” داسي مهال عملي کېږي چي پرون په پکتیا کي د قتل په جرم پر یوه کس د شریعت لهمخي د “قصاص” حکم عملي سو.