سخي قنبري له ګواتیمالا سیاله د لوبي په ګټلو سره د خپلي اتلولۍ له کمربند څخه دفاع وکړه

په سویډن کي د اې‌ايف‌اين سازمان اتل افغان لوبغاړی «سخي قنبري» له ګواتیمالا سیاله د لوبي په ګټلو سره د خپلي اتلولۍ له کمربند څخه دفاع وکړه.

د ازادو رزمي لوبو او په سویډن کي د اې‌ايف‌اين سازمان کي افغان لوبغاړي سخي قنبري تېره ورځ شنبه د خپل اتلولۍ له کمربند څخه دفاع وکړه.

قنبري په سویډن کي د «ال سټارز فایټ نایټ» د ۶۵ کیلو ګرامه وزن په اتم پړاو کي سیالي وکړه او د زیاتو امتیازونو پر بنسټ یې لوبه وګټله.

د قنبري سيال ۳۶ کلن «اریک روانو» د ګواتیمالا هیواد څخه وو او خورا تجربه لرونکی او د ازادو رزمي لوبو ۲۱ مسلکي سیالیو څخه ۱۶ یې ګټلي وې او دا یې شپږمه ماته سوه.

سخي قنبري په ازادو سیالیو کي یوازي شپږ سیالۍ کړي دا یې شپږمه بریا وه او یوازي یوه ماته لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *