سراج الدین حقاني په لومړي ځل يوه بهرني هيواد ته سفر کړی

‏د ا.ا د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رئیس، ملا عبدالحق وثیق په ابوظبۍ کي د متحده عربي اماراتو له مشر له شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره کتلي دي.
د ا.ا عمومي وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د یو پلاوي په مشرۍ چي د استخباراتو لوی رئیس، ملا عبدالحق وثیق یې هم ملتیا کوي، یاد هېواد ته سفر کړی.
د هغه په وينا، د ا.ا پلاوي په ابوظبۍ کي د متحده عربي اماراتو له مشر، شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره کتلي دي.
د دغه سفر د موخي په اړه تر اوسه نور جزيات نه دي وکول سوي.