د سرې مياشتي ټولني خبرداری ورکړی، چي د وروستيو زلزلو له امله د کنړ په مزار درې او ديوه ګل سيمه کي زلزله ځپلي د خوړو د کمښت سره مخ دي او ان تر دې چي د څېښلو اوبه هم نلري.
د سرې مياشتي ټولني ويلي، چي په دغه سيمه کي زلزله ځپلي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري، د يادي ټولني په وينا چي خلګ د شپې د پاره بستر هم نه لري او د شپي تر شنه اسمان لاندي يخ ته ژوند کوي.
د دغي ټولني رضاکاره مامورينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي دوی په يوازي ډول نه سي کولای، چي د دغو کسانو ژوند وژغوري؛ بلکي اړتيا ده چي ټول بشري سازمانونه ورسره مرسته وکړي؛ ترڅو د زلزلې ځپلو کسان ژوند وژغوري.
هغوی وايي: ((زموږ د ارزیابۍ له مخي په دغه سيمه کي ۴۵۰کورنۍزیانمني سوي، دغه کسان اوس پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د کور سامانونه هم نه لري، ځکه هغه ټول تر خاورو لاندي سوي دي.))
د افغاني سرې مياشتو مسئولينو ويلي، چي د دغي سيمي خلګ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري او ټول بشري سازمانونه او مرستندويه ادارې بايد ورسره همکاري وکړي.