سره میاشت: د رضاکارانو او خلکو د همکارۍ له زیاتوالي سره مو خدمات زیات سوي

په کندهار کي د افغاني سرې میاشتي ادارې مسوولین وایي، د رضاکارانو او خلکو د همکارۍ له زیاتوالي سره د دوی په خدماتو کي هم زیاتوالی راغلی او تر ډېرو اړمنو کورنیو پوري یې خپلي مرستي رسولي.
د دغه ادارې ویاند محمد شعیب اغا (د بشري کړاوونو د راکمولو په موخه د ګډو هڅو ورځي) په لمانځغونډه کي وویل، دوی تېر ۱۴۰۲ه ش کال د زون په کچه له ۱۳۵۵۴ کورنیو سره بشري او نوري مرستي کړي.
د هغه په وینا، دغه راز تېر کال دغه ادارې ته څه کم سل میلیونه افغانۍ عاید راټول سوي وه چي دوی مرکزي ادارې ته سپارلي او له همدې لاري بیا د بې وزلو کورنیو سره مرستي سوي.
ده زیاته کړه، تېر کال د سرې میاشتي په مرسته د کندهار په مرستون کې د ۲۸۰ تنو عصبي ناروغانو درملنه سوې او دا مهال ۲۹۰ تنه تر درملني لاندې دي.
رضاکاران هم وایي، خوښ دي چي د سرې میاشتي له لاري د خپلو هیوادوالو سره همکاري کوي او هغوی ته خدمات رسوي.