سره میاشت د ۲۳ تنو زړه سوري کوچنیانو درملنه کوي

افغاني سرې میاشتي ویلي چي، ۲۳ تنه په سوري زړه ناروغۍ اخته کوچنیان یې د درملني له پاره په پلازمېنه کابل کي شپږو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

یادي ټولني په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا کوچنیان یې پرون یاد شمېر روغتونونو ته ورپېژندلي او د درملني ټول لګښت يې د دوی له خوا ورکول کېږي.

دا کوچنیان داسي مهال د درملني مرکزونو ته ورپېژندل سوي چي، تېره اوونۍ هم یادي ټولني ۲۲ تنه په یاده ناروغۍ اخته کوچنیان د درملني لپاره په پلازمېنه کابل کي بېلابېلو روغتونونو ته وروپېژندل.