سره میاشت: په تېر یوه کال کي د زړه په سوري د ۲۱۲ اخته کوچنیانو درملنه سوې ده

د افغاني سرې میاشتي ټولنه وايي په تېر یوه کال کي د زړه په سوري د ۲۱۲ اخته کوچنیانو درملنه سوې ده.

د دې ټولني مسوولانو نن د خپلو یوکلنو لاسته‌راوړنو د تشريح په پروګرام کي دا څرګندوني کړي دي.

د افغاني سرې میاشتي ټولني مسوولانو ویلي، په تېر یوه کال کي پنځه ميلیونه ۸۹۴ زره او ۳۳۲ کسان له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن سوي دي.

زیات کوچنیان د درملني لپاره جرمني ته لېږل کېږي، هلته د جرمني د سولې کلي بنسټ په همکارۍ تداوي کېږي.

د تېري ثور میاشتي پر ۲۹مه د سرې میاشتي ټولني له قطر سره په همدې تړاو د مرستي د یوې هوکړي پر مهال ویلي وو، په تېرو دوو کلونو کي یې د زړه په سوري د اخته څه باندي درې زره کوچنیانو درملنه کړې ده.

د افغاني سرې میاشتي ټولنه وایي، لا هم د زړه په سوري اخته زرګونه افغان کوچنیان د درملني په تمه دي.