سرپرست حکومت او د پخوانیو مجاهدینو ځینو ډلو پرافغانستان باندي د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل د ۴۵ کلیزي په مناسبت د جلا اعلامیو د خپرولو په ترڅ کي د دغه یرغل د غندني ترڅنګ ددغو ځواکونو پر وړاندي د افغانانو د مبارزې او سرښندونو ستاینه کړې ده

له نن څخه ۴۵ کاله دمخه په دې ورځ د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان باندي یرغل وکړ، چي د لویدیځو هیوادونو په ملاتړ د پخوانیو مجاهدینو سره د څه باندي نهو کلنو جګړو وروسته دا ځواکونه له هیواد څخه وتلو ته اړ سوه.

سرپرست حکومت د دغه ورځي په مناسبت په یوه اعلامیه کي ویلي چي پرافغانستان باندي د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو یرغل غندي او په وړاندي یې د افغانانو په جهاد او سرښندنه افتخار کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دې ورځې په مناسبت کابل کي یوې غونډي ته په وینا کي د پکتیکا په ولایت کي د پاکستان هوايي ځواکونو بریدونو ته په اشارې وویل چي پاکستاني چارواکي دې افغانانو ته په سپکه سترګه نه ګوري.