سرپرست حکومت د اصف دراني هغه څرګندوني رد کړي دي چي وايي، ترهګري ډلي ښايي د افغانستان له خاوري یوبل لوی برید وکړي

دراني څو ورځي مخکي په یو بحث کي ویلي وه، چي د افغانستان وضعیت دومره کړکېچن دی چي ښايي له ‌دې هيواده پر متحده‌ایالتونو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمي حملې ته ورته حمله وسي.

خو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر ایکس شبکې په یوه بیان کي ویلي چي، د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه د دراني څرګندوني منحرفوونکي دي او د افغانستان له وضعیت سره سمون نه ‌لري.

ضیا احمد وايي، حکومت په افغانستان کي داعش ډله ځپلي ده، خو دی زیاتوي چي که له ډیورنډ کرښي هاخوا د داعش پټن‌ ځایونه له‌ منځه ولاړ سي، نو د دې ډلي له ‌خوا پېښ ګواښونه به هم په بشپړ ډول له‌ منځه ولاړ سي.

ضیا احمد وايي، هغه اندېښني چي دراني د افغانستان په اړه څرګندي کړي تر ډېره په پاکستان پوري اړه لري.