سرپرست حکومت د یوناما ماموریت غځېدو هرکلی کړی خو وایي، دا اداره دي ښه استازیتوب وکړي

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په افغانستان کي د یو بل کال لپاره خپل ماموریت غځولی چي اسلامي امارت یې هم هرکلی کړی.
اسلامي امارت د هرکلي په ترڅ کي له یوناما غوښتي چي په ښه ډول دي استازیتوب وکړي او افغانستان دي له نړۍ سره ونښلوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پریکړه لیک له مخي په افغانستان کي د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ کال مارچ میاشتي تر ۱۷ مي نیټې پوري تمدید سو.
په پریکړه لیک په افغانستان کي د یوناما، د ملګرو ملتونو نورو ادارو، مالي مرستو او پروګرامونو د حضور دوام مهم بلل سوی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا دغه پریکړي ته په غبرګون کي ویلي، دا اقدام د افغانستان په ګټه دی دا ځکه چي دا هیواد له نورو هیوادونو او سازمانونو سره اړیکو ته اړتیا لري او یوناما به د اړیکو د ټینګیدو په برخه کي کار وکړي.
هغه زیاته کړې چي اسلامي امارت له ملګرو ملتونو او ټولي نړۍ سره ښې اړیکي غواړي او یوناما د هغو هیوادونو سره چي له افغانستان سره ښې اړیکي نلري کولای سي منځګړیتوب وکړي.