سرچينې: د کندهار په ځانمرګي بريد کي پنځه تنه وژل سوي او ۲۵ ژوبل دي

ځيني روغتيايي سرچينې وايي، د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند له نوي کابل بانک او پخوانۍ امنيه قومندانۍ مخ ته د نن سهار په چاودنه کي چي ځانمرګي بريد وو پنځه تنه وژل سوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د دغه چاودني وروسته په ميرويس روغتون کي ټپيانو ته د ويني ورکولو غوښتنه سوې وه خو وروسته چارواکو وویل، چي ویني ته اړتيا نسته او څو کسان سرسري ټپيان دي.

د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند په تازه خپره کړې خبرپاڼه کي ويلي، چي دا يو ځانمرګی بريد وو او په ترڅ کي يې ۳ تنه وژل سوي او ۱۲ ټپيان دي.
هغه زياته کړې، چي چاودنه په ملکي ځای کي سوې چي تر ډېره يې قربانيان هم ملکي کسان دي.

دغه چاودنه پر داسي مهال سوې چي په سیمه کي خلکو له کابل بانک څخه معاشونه تر لاسه کول.
له نوي کابل بانک څخه اکثره نظاميان معاشونه تر لاسه کوي چي مخ ته يې ډېره ګڼه ګوڼه وي.