سرچينې: ط..البانو د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي د ماښام تر لمانځه وروسته د ځېرک موبايل پر ګرځولو بنديز لګولی

د کندهار څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ط..البانو د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کي د شپې له خوا د ځېرک موبايل پر ګرځولو بنديز لګولی.
سرچېنه زياتوي، چي د ماښام تر لمانځه وروسته ط..البان ځوانان تلاښي کوي، که د هر ځوان سره ئې ځېرک موبايل پيدا کړ ط..البان ئې ورڅخه اخلي او مجازات کوي ئې.
دا په داسي حال کي ده، چي ط..الب مشرانو د خپلو ط..البانو غوښتي چي د ځېرک موبايل او انټرنېټ د کارولو څخه لاس واخلئ.