د برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان منلی دی.
له سوېلي وزیرستانه ځايي سرچینیو ویلي، چي نن سهار د سرویکي په لدها سیمه کي د پاکستاني پوځ په یوه کاروان وسله والو برید کړی چي له امله یې پنځه پوځیان وژل سوي او شپږ نور ټپیان سوي.
تر اوسه پوري په رسمي ډول پاکستاني پوځ څه نه دي ویلي، خو پاکستاني پوځ ته په منسوبو ټویټر حسابونو کي د دغه پېښې په اړه خبرونه خپاره سوي.
په سیمه کي خبریالان وايي، پر پاکستاني پوځیانو دغه برید په یوه کمین کي سوی او دواړو لوریو سخته جګړه کړې ده.
په دې وروستیو کي یو ځل بیا پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونو زور اخیستی او په چاودنو او مخامخ بریدونو کي درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.