په کابل کي د سیاحتي شرکتونو ځیني مسوولین وایي، چي په تېره یوه میاشت کي ایران د افغانانو د وېزو تر ۹۰ سلنه غوښتنلیکونه رد کړي دي.
د شرکتونو په وینا، په کابل کي د ایران سفارت له افغانانو د الوتکي ټکټ غواړي خو بیا یې وېزې ردوي او د ټکټ پیسې نه ور کول کیږي.
په کابل کي د ایران د وېزو ځینو شرکتونو ویلي، چي د پاکستان، دوبۍ، ترکیې او د عمرې له وېزو وروسته په تېره یوه میاشت کي ایران هم د افغانانو د وېزو ۹۰ سلنه غوښتنلیکونه رد کړي دي.
د دوی په وینا، ایران یوازي د مرکزي ولایتونو اوسېدونکو ته وېزې ورکوي خو د نورو ولایتونو د خلکو د ویزو غوښتنلیکونه ردوي.
دوی زیاتوي چي په کابل کي د ایران سفارت د مځکي له لاري تلونکو افغانانو ته د وېزو ورکول مطلق بند کړي دي.
په کابل کي د پاکستان د وېزو د شرکتونو ځیني مسوولین هم وایي، چي پاکستان له ایران څخه هم ناوړه چلند پیل کړی او زیاتره وېزې له غوښتنلیک ور کولو درې میاشتي وروسته ردوي.
دغه شرکتونه وايي، هره ورځ لسکونه افغانان د پاکستان وېزو لپاره غوښتنلیکونه لېږي، چي د هر غوښتنلیک پر سر ۹ ډالره اخلي.