سرچینې‎ وایي، د کابل په هوایي ډګر کي چاودنه سوې ده

سرچینې وایي، چي نن د دوشنبه مازدیګر څه باندي څلور بجې د کابل ښار د ۱۵مي امنیتي حوزې اړوند، د هوایي ډګر دننه چاودنه سوې ده.
تر اوسه د چاودني د څرنګوالي او احتمالي تلفاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل سوي او نه یې هم دولتي مسوولینو په اړه کوم څه ویلي دي.